چن شو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اجرايئوي کمېټې ته د چين دريځ څرګند کړ
CMG2023/10/12 09:58:23
شريکول:

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د اکتوبر په ۱۱مې نېټې د کډوالو چارو د اجرائيوي کمېټې په ۷۴مه غونډې کې ګډون او وينا کړې او د خپل هېواد دريځ يې څرګند کړی دی.

نوموړي ويلي، چې په ټوله نړۍ کې د کډوالو او بې ځايه شويو کسانو شمېر ۱۲۶ ميليونو ته رسيدلی او دا شمېر يې بې ساری او وضعيت يې ډېر جدي بللی دی.

چن شو ويلي، چې نړېواله ټولنه دې ریښتینی څو اړخیزم عملي کړي، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ په ګډون له څو اړخیزو ادارو څخه دې کلک ملاتړ وکړي، د ټولو اړخونو سرچینې دې راټولې او ستونزو ته دې د حل سیستماتیکې لارې چارې پيدا کړي.

هغه پر بېلا بېلو هیوادونو غږ کړی، چې د "ګډې خو بېلې دندې" اصولو پر اساس په کډوالو چارو کې خپلې سرچینې زياتې کړي، پرمختللي هیوادونه دې خپلې ژمنې جدي پلې او کډوالو او د دوی کوربه هیوادونو ته دې ملاتړ برابر کړي.

چن شو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ څخه هم غوښتي، چې له بېلا بېلو خواوو سره په ګډه کار وکړي، له عصري ټیکنالوژیو څخه دې ګټه پورته کړي او کډوالو ته دې په وخت او اغېزمنې بشري مرستې چمتو کړي. چن شو زياته کړې، نړيواله ټولنه دې د فلسطین، سوریې او افغانستان په ګډون اړمنو هېوادونو سره ډېرې مرستې وکړي او د دوی ستونزې او کړاوونه دې کم کړي.

(ژباړه: شکريه)