د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د فلسطين د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سره ټيليفوني خبرې وکړې
CMG2023/10/12 11:18:02
شريکول:

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي جای جون د اکتوبر په ۱۱مې نېټې د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت له لومړي مرستيال جادوت سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

جای جون له نوموړي سره په خبرو کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ پر روانې شخړې، چې زيات شمېر بې ګناه وګړو ته پکې مرګژوبه اوښتې، سخت خپګان څرګند کړی او د فلسطين د امنيتي او بشري وضعيت د جدي خرابېدو په اړه يې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ويلي، چې دواړه خواوې دې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اوربند ته لومړيتوب ورکړي او نړیواله ټولنه دې د حالاتو د سړېدو او فلسطینيانو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره خپل رول ولوبوي.

جای جون د فلسطین او اسرائيل ترمنځ د تکراري شخړو د مخنيوي لپاره د "دوه هېوادونو" لایحه اړينه بللې او په وينا يې، پر همدې بنسټ دواړه خواوې سوله ييزو خبرو اترو ته ستندیلی او د يو خپلواک فلسطين او په سوله کې د دوه هېوادونو د ګډ ژوند وضعيت رامنځته کېدلی شي.

 چين به د اوربند او د تاوتريخوالي د ختمولو هڅو ته دوام ورکړي، د بشري ناورين په کمولو کې به مرسته وکړي، سوله ييزو خبرو اترو ته به فعاله وده ورکړي او د فلسطين مسئلې د هراړخيز، عادلانه او دايمي حل لپاره به رغنده رول ولوبوي.

جادوت ويلي، چې فلسطين پر چين باور لري او هيله يې ښودلې، چې بېجينګ په اوسنيو حالاتو کې په دوامداره توګه رغنده رول ولوبوي.

(ژباړه: شکريه)