اسرائيل بېړنی حکومت جوړوي
CMG2023/10/12 11:03:24
شريکول:

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو او د اپوزېسيون يا د ملي يووالي ګوند مشر بيني ګانټز د اکتوبر په ۱۱مې نېټې په يوې ګډې اعلاميې کې اعلان کړی، چې د جنګي چارو د مديريت لپاره به بېړنی حکومت جوړ کړي.

اعلاميه وايي، چې نتانياهو به له پخواني دفاع وزير ګانټز او اوسني دفاع وزير يواف ګالانټ سره بېړنی حکومت تاسيس کړي او په دغه حکومت کې به پخواني صدراعظم ياير لاپيډ ته هم دنده ورکړي.

لاپيد تر اوسه په ياد حکومت کې د برخې اخيستو بلنه نه ده منلې.