د نايجر ملي ټليويزيون د اکتوبر په ۱۰مې نېټې د کودتا کوونکو تر کنټرول لاندې د ملي دفاع وزارت يوه اعلاميه خپره کړې او په دغه هېواد کې د مېشتو فرانسوي ځواکونو د لومړۍ جوپې د وتلو خبر یې ورکړی دی.
په اعلاميې کې ويل شوي، چې فرانسه د يوې هوکړې له مخې له نایجر څخه خپل پوځونه وباسي.
کودتا کوونکو د نایجر له خلکو څخه د سړې سينې غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې فرانسوي ځواکونه به له دغه هېواده په سوله ييز ډول ووځي.
نايجر پخوا د فرانسې مستعمره وه او اوس يې پکې ځواکونه مېشت کړي وو.
د نايجر د ولسمشر ګارډ ځينو غړو د سږ کال په جولای کې پر حکومت کودتا وکړه او د هېواد د چارو واګی يې په لاس کې واخيست.
فرانسه د نايجر د کودتا کوونکو حکومت په رسميت نه پېژني او ولسمشر ماکرون په تېر سپتمبر کې اعلان وکړ، چې د سږکال تر پايه به ټول فرانسوي ځواکونه له دغه هېواد څخه وباسي.