روسيه او ترکيه د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند لپاره هڅې کوي
CMG2023/10/12 11:02:45
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکتوبر په ۱۰مې نېټې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې په اړه ټلېفوني خبرې کړي او هيله يې ښودلې، چې دواړه خواوې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند او خبرو اترو د هڅولو لپاره منځګړيتوب وکړي.

کريملين ماڼۍ پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د دواړو هېوادونو مشرانو په ټلېفوني خبرو کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې له امله د زورزياتي پر سختوالي او د عامو وګړو د مرګژوبلې پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د شخړې ښکېلې خواوې بايد سمدلاسه اوربند وکړي او خبرې اترې دې بيا پيل کړي.

 دواړو مشرانو د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند او خبرو اترو د هڅولو لپاره د خپلمنځي همغږۍ د پياوړتيا هيله ښودلې او په ټينګار يې د دوو هېوادونو لايحه د دغه بحران د پوره او سوله ييز حل يوازېنی بنسټ ياد کړی دی.

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي ادارې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر اردوګان د اکتوبر د ۱۰مې نېټې په ماښام له خپل روسي سیال پوتين سره ټلېفوني خبرې کړي او د فلسطين او اسرائيل د ترينګلي وضعيت د مخنيوي په پار ورسره غږيدلی دی او د سیمې د بشر دوستۍ د مرستو اړتياوې يې ارزولې دي.