د بريتانيا د لندن لوټن هوايي ډګر په دوهم نمبر پارکينګ کې د اکتوبر په ۱۰مې نېټې اور لګيدلی و، چې له امله يې ځينې سختماني برخې سوځيدلي او ټول پروازونه ځنډول شوي دي.
د لندن اور وژونکې ادارې د اکتوبر په ۱۱مې نېټې د سهار په ۹ بجو خبري رسنيو ته ويلي، چې اور وژونکو يې ياد اور وژلی، خو لا هم ۴ اور وژونکي او د اطفايې يو موټر يې د پېښې ځای کې د ټولو چارو د پای ته رسولو په پار پاتې دي.
د مالوماتو له مخې، ياد اور په پارکينګ کې کابو ۱۲ سوه موټرونه سوځولي دي.