بېجينګ کې د نړيوالو وېډيويي رسنيو د يوولسمې دورې فورم ترسره شو
CMG2023/10/12 23:08:29
شريکول:

د نړيوالو وېډيویي رسنيو د يوولسمې دورې فورم د اکتوبر په ۱۲ مه نېټه د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب په بېجينګ کې ترسره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال او د چين میډيا ګروپ رئيس شن های شیونګ او د يادې څانګې مرستیال او د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مشر سون يه لي په ياد فورم کې ګډون او وينا وکړه. د افريقا د راډيوګانو اتحاديې سکرتر، د عربي متحده اماراتو د خبري رسنيو رئیس، د ارام سمندر د ټاپوګانو د خبري اتحاديې رئيس، د اروپا د خبرونو تبادلې اتحاديې عمومي منيجر او د سينګاپور د ليان هه ځاو باو ورځپاڼې اجرائيوي عمومي اېډيټر هم په ياد فورم کې وينا وکړه.

شن های شيونګ په خپلې وينا کې وويل، چې چين ميډيا ګروپ به د بېلابېلو هېوادونو له رسنيو سره په ګډه مسئوليت پر غاړه واخلي، د ورېښمو لارې په اوږدو کې د هېوادونو دوستي به ټينګه کړي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لپاره به خپل خدمتونه ترسره کړي.

د امريکا اې پي خبري اژانس، د بریټانيې رویټرز خبري اژانس، د لاتينې امریکا خبري ټولنې، د عربي هېوادونو د راډیوګانو اتحاديې، د ازبکستان د خلکو خبرو ورځپاڼې،  د روسيې خپلواکۍ تلویزیون او د جنوبي افریقا د بریکس تلویزيون په ګډون د ۴۹ هېوادنو د ۷۵ نړيوالو رسنیو مسئولينو په انلاين ډول ياد فورم ته وينا وکړه او له چين میډیا ګروپ سره د ګډې همکارۍ د پراختيا هيله يې څرګنده کړه .

همدارنګه په دغه فورم کې د چين میډيا ګروپ رئيس او د نورو ۴۲ هېوادونو د ۸۱ نړيوالو رسنيو استازو د خپلو ګډو عملياتو په اړه يوه اعلاميه خپره کړه او پدې سره يې له نړيوالو رسنيو څخه وغوښتل چې باید د رسنيو مسئوليت پر غاړه واخلي، خپلمنځي هراړخيزې همکارۍ دې پياوړې کړي، له ننګونو سره دې ګډه مقابله وکړي او د تمدنونو د متقابلې زده کړې او د راتلونکو ګډو ګټو لپاره دې هڅې وکړي.

په دغه فورم کې د کمربند او لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د رسنيو ترمنځ د همکارۍ څلور مهمې لاسته راوړنې اعلان شوې چې له مخې يې د کمربند او لارې د ابادۍ په اړه يو مستند فلم خپور شوی، د اړوندو وېډيوګانو د راټولولو فعاليت پيل شوی، د چين ميډيا ګروپ ۵۰ غوره خپرونې په بهرنيو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوې او د اې اېم اېس پي په نوم د انځوریزو او وېډيويي تصویرونو سيستم رسماً فعال شوی دی. د نړۍ تر زرو زياتو رسنيو د دغه سيستم د کارولو تړونونه لاسليک کړي چې له مخې به يې يو له بل سره خپل خبرونه او خپرونې شريک کړي.