د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۱۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي تګلارو لوړپوړی استازی او د اروپايي کمېسيون مرستيال جوزيف بورېل به د اکتوبر له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې له چين څخه لېدنه وکړي او د چين او اروپايي ټولنې په ۱۲م لوړپوړي ستراتيژیک ډيالوګ کې به برخه واخلي.
جوزیف بورېل د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه له چين څخه رسمي لېدنه کوي او د چين او اروپايي ټولنې په ۱۲م لوړپوړي ډيالوګ کې به ګډون وکړي.