د چين او هند پوځي قوماندانو د اکتوبر له ۹مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د ۲۰م پړاو خبرې کړي او د سرحداتو د لوېديځې برخې په اړه يې فعالې، ژورې او رغنده نظریې تبادله کړې دي.
د چين او هند پوځي قوماندانو د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډې لارښوونې تر چتر لاندې د نظریو صادقانه او پرانېستې تبادلې کړي او هوکړه يې کړې، چې په پوځي او ډيپلوماتيکو چينال به خپلمنځي نظرتبادلې وساتي، پاتې مسئلې به ژر حل کړي او په بهیر کې به یې د خپلمنځي سرحداتو سوله او امنيت هم خوندي وساتي.