د فلسطين او اسرائيل ترمنځ روانې شخړې کې ۲۱۵۰ کسان وژل شوي
CMG2023/10/12 10:26:10
شريکول:

د اسرائيل پوځ او د فلسطين روغتيا وزارت تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د دوی ترمنځ په روانې شخړې کې لږ تر لږه ۲۱۵۰ تنه وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ د اکتوبر په ۱۱مه نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پر اسرائیل ۴۵۰۰ توغندي توغولي، چې له امله يې ۱۲۰۰ اسرائيليان وژل شوي دي.

اسرائيلي رسنيو ويلي، چې په يادې شخړې کې شاوخوا ۲۹۰۰ اسرائيلي وګړي ټپيان شوي او شاوخوا ۱۵۰ تنه يې د حماس له خوا نيول شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو پر غزې او د اردن سيند پر لوېديځې غاړې بريدونه کړي او لږ تر لږه ۹۵۰ فلسطينيان يې وژلي او شاوخوا ۵۰۰۰  نور يې ټپيان کړي دي.

(ژباړه: شکريه)