بېجينګ: د چين اقتصادي پرمختګ به بېلا بېلو هېوادونو ته ډېر فرصتونه برابر کړي
CMG2023/10/12 11:03:54
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۱۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د هېواد د سپوږمۍ اختر او ملي جشن په اته ورځنۍ رخصتۍ کې د سيلانيانو شمېر او د سيلانيزو چارو عايدات ډېر لوړ شوي، چې د ۲۰۱۹م کال په پرتله په جلا جلا توګه ۴،۱٪ او ۱،۵٪ زياتوالی ښيي.

د چين د سپوږمۍ اختر او ملي جشن په اته ورځنۍ رخصتۍ کې د انلاين سوداګريزو ډګرونو له لارې د خدمتي چارو د پرچون خرڅلاو ورځنی ارزښت د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۵۳ زياتوالی ښيي او په همدې مودې کې د اورګاډيو له لارې د مسافرينو د تګ راتګ شمېر ۱۹۵ ميليونه او ورځنی شمېر يې ۲۰ ميليونه ښودل شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

وانګ ون بين ويلي، چې د چين د سپوږمۍ اختر او ملي جشن په رخصتۍ کې د مصارفو ګرم وضعيت د چين د اقتصادي پرمختګ روښانه راتلونکی او بالقوه توان څرګند کړی او دا د دې ښکارندويي کوي، جې د چين اقتصاد د دوامداره ښه والي په حال کې دی او د نړيوال اقتصادي پرمختګ ملاتړ ته به دوام ورکړي او د بېلا بېلو هېوادونو لپاره به د ګډ پرمختګ او سمسورتيا فرصتونه برابر کړي.