د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز نړۍ ته ګټور فرصتونه برابر کړي دي
CMG2023/10/12 11:11:20
شريکول:

 د چین حکومت د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په اړه د نړیوالې همکارۍ درېيم فورم په درشل کې یو سپین کتاب خپور کړ، په دغه کتاب کې د یاد وړاندیز تاریخي سرچینه، افکارو، د تطبیق لارو چارو او تر لاسه شوي بریالیتوبونه او نړیوال ارزښت بیان شوي.

دغه سپین کتاب د (کمربند او لارې ګډه جوړونه: د انسانانو ګډ برخلیک ټولنې د ابادولو د تطبیق مهم ګام) تر عنوان لاندې دی. په دغه کتاب کې په ښکلیو جملو د یاد وړاندیز تر شا تاریخي سرچینه او انساني کتلور څرګندېږي، چې زموږ نیکه ګانو دوه زره کاله مخکې د اسیا او اروپا لویو وچو ترمنځ د ورېښمو لاره پرانیستله او د انسانانو په تاریخ کې د تمدنونو تبادلې زمانه يې پيل کړه. بیا وروسته نیکه ګانو مو زر کاله مخکې د نړۍ د ختیځ او لوېديځ ترمنځ د ورېښمو سمندري لاره وتړله او د انساني تمدنونو د تبادلې نوې زمانه يې پرانیستله.

په دغه کتاب کې راغلي، د ورېښمو لرغونې لار نه یوازې د سوداګرۍ او معاملې لار وه، بلکې د تمدنونو تبادلې لار هم وه. د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په ۲۰۱۳م کال کې د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې د ګډې جوړونې وړاندیز وړاندې کړ، په نوښتګر ډول يې د ورېښمو لرغونې لارې دغه مهم بریالیتوب خپور کړی، ورته يې د نوې زمانې روحیه او فرهنګ ورکړی او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې لپاره يې ګټوره زمینه برابره کړې ده.

د کمربند او لارې د ګډې جوړونې په وړاندیز کې د اوسنیو نړیوالو ستونزو او ننګونو د حل لایحې او د تطبیق مشخص لارې چارې شاملې دي. د دغه وړاندیز د وړاندې کېدو په لسو کلونو کې تر لاسه شوي بریالیتونه هم پکې په ډاګه شوي دي.

په دغه کتاب کې راغلي، د سږ کال تر جون میاشتې پورې، چین له څه دپاسه ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو د کمربند او لارې په چوکاټ کې څه باندې ۲۰۰ همکاریز تړونونه لاسلیک کړي دي. د چین او لاوس هېوادونو ترمنځ اوسپنیزه لاره، د اندونیزیا د جاکارتا- باندونګ چټک رېل ‌پټلۍ او د چین او مالدیو لوی پل په شمول ځينې پروژې ګام په ګام بشپړې او فعالې شوې دي.

د میکنسینی کمپنۍ څېړنیز راپور ښيي، په افریقا کې په چیني شرکتونو کې د ځايي افریقايي کارکوونګو د ګومارل کېدو اندازه ۸۹ سلنه ده او د ځايي وګړیو د ګومارنې لپاره يې ډېر ګټور فرصتونه برابر کړي دي. نړیوال بانک وړاندوینه وکړه چې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په مټ به په غړو هېوادونو کې ۷،۶ میلیونه کسان له شديدې بېوزلۍ څخه او ۳۲ میلیونه کسان د منځنۍ کچې له بېوزلۍ څخه  وژغورل شي.

دغو مثالونو دا تاییده کړه چې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز یو شعار نه دی، خو د پرمختیايي هېوادونو د ابادۍ او تبادلې ستونزو د لرې کولو لپاره يې عملي تدبیرونه نیولي او نورو زیاتو هېوادونو او خلکو ته يې ګټې رسولې دي.

د کسر مسئله د مختلفو هېوادونو پر وړاندې یوه ګډه ننګونه ده. د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په اړه د ګډې مشورې، جوړونې او د ګټې شریکونې اصول د ملګرو ملتونو او د چین او افریقا همکاریز فورم په شمول د ځینو نړیوالو سازمانونو او میکانیزمونو کې شامل شوي دي. یاد وړاندیز د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې جوړونې د یو مهم ګام په توګه د مختلفو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او تبادلې لپاره یوه نوې نمونه جوړه کړه او د نړیوالې ادارې سیستم د نور مساوي او عادلانه کېدو لوري هڅوي.

د عصري چین او نړۍ مطالعاتو اکاډمۍ په ۲۰۲۰م کال کې د چین د دولتي بڼې په اړه د نړیوالې سروې نتیجه خپره کړه او پکې راغلي چې د کمربند او لار ګډې جوړونې وړاندیز په بهر کې د چین هغه نظریه ده چې تر ټولو پراخ پېژندل  شوې. اویا سلنې سروې شویو بهرنیانو دا منلې چې یاد وړاندیز د شخصیتونو، هېواد او نړیوالې ادارې لپاره فعال ارزښت لري.