د روندا د کافي لوی سفير
CMG2023/10/12 12:19:27
شريکول:

په چين کې د روندا لوی سفير جېمس کيمونيو په چيني انلاين دوکانونو کې خلکو ته د روندا ځانګړي توليدات ورپېژني او په همدې وجه د روندايي تجارتي توليداتو سفیر يا استازی هم بلل کېږي.

د روندا جغرافيايي چاپېريال او خاوره د کافي د کر لپاره ډېر مناسب دي او د دغه هېواد په هر لوري د کافي دانو فارمونه ليدل کېږي.

 په روندا کې په هرو ۲۰ کسانو کې يو يې د کافي دانو په کرکيلې لګيا دی، خو دغه هېواد په وچه کې راګير دی او سمندر ته لار نه لري.

پخوا، د روندا د نړيوالې سوداګرۍ لارې چارې هوارې نه وې، بزګران به يې اکثره د کافي دانو په کرکيلې بوخت وو، که څه هم کرنيزې چارې به يې ډېرې، خو عايدات به يې ډېر کم وو.

د چین دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۸م کال په جولای کې له روندا څخه رسمي لېدنه وکړه، چې په ترڅ کې يې د دواړو هېوادونو ځينو ادارو د  مشرانو په حضور کې د کمربند او لارې د ابادۍ د دوو اړخيزو همکاريو يو لړ سندونه لاسليک کړل، چې په محتوياتو کې يې د برېښنايي سوداګرۍ همکارۍ هم شاملې وې.

د يادو تړونونو په رڼا کې د روندا د “ لوی ګريلا “ برانډ کافي دانې د انلاين تجاراتي دهليز له لارې چين ته صادرې او د چين د لومړۍ دورې صادراتي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې.

چيني مشتريانو د “ لوی ګريلا “ برانډ کافي دانې وپېژندې او په چين کې يې ګام په ګام پېر او پلور ګرم شو.

د روندا جي ډي پي په ۲۰۲۲م کال کې د کمربند او لار د ګډې ابادۍ د وړانديز په رڼا کې ٪ ۸.۲ زياتوالی موندلی او د افريقا د چټک پرمختګ کوونکو هېوادونو په سرليکه کې راغلی دی.