په لو بان ورکشاپ کې بهرني شاګردان
CRI2023/10/12 14:51:51
شريکول:

جيبوتي د افريقا په شمال ختيځ او عدن خليج  کې موقعيت لري او د يو کمربند او لارې د ګډې ابادۍ یو مهم هېواد بلل کيږي.

د افريقا د لو بان لومړی ورکشاپ په جيبوتي  کې دی او همدغه ورکشاپ ته پرمختللې مسلکي تجربې او تجهيزات راوړل کيږي، څو ځايي ځوانان لا زيات مسلکي مهارتونه خپل کړي.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د ۲۰۱۸ په سپتمبر کې په پلازمېنې بېجينګ کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزې کې اعلان  وکړ، چې چين به له افريقايي ځوانانو سره د مسلکي مهارتونو د زده کولو په پار په افريقا کې لس ورکشاپونه جوړ کړي.

 اوس په دغو ورکشاپونو کې ډېر بهرني شاګردان په زده کړو بوخت دي.

راځئ! د نورو مالوماتو لپاره ويډيو وګورئ.