شي جين پينګ د یانګځه سیند په اوږدو کې د اقتصادي سیمې د باکیفیته پرمختګ د مباحثوي غونډې مشري وکړه
CMG2023/10/13 11:27:16
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲مې نېټې د جیانګ شي ولایت په مرکز نان چانګ ښار کې د یانګځه سیند په اوږدو کې د اقتصادي سیمې د باکیفیته پرمختګ د مباحثوي غونډې مشري کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې د چین اړوند ادارې باید د پرمختګ نوې نظریې سمې، بشپړې او هراړخیزې تطبیق کړي، د ایکولوژیکي چاپېریال او زرغون پرمختګ ابادۍ ته باید جدي پاملرنه وکړي، د تخنيکي نوښت په لارښوونې باید د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې او د اقتصاد او ټولنې پرمختګ په برخه کې مناسب چلند وکړي، د دایمي پرمختګ په پار باید د یانګځه سیند په اوږدو کې باکیفیته پرمختګ وهڅوي او د چیني شکله عصري کېدو ابادۍ لپاره باید قوي ملاتړ برابر کړي.

 (هیله)