د پاریس د چیني فلمونو ۱۵م فیسټېوال پرانیستل شو
CMG2023/10/13 10:47:33
شريکول:

د پاریس د چیني فلمونو ۱۵م فیسټېوال د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې د اکتوبر په ۱۱مې نېټې پرانیستل شو او تر ۱۱ورځو پورې به دوام ولري.

د دې فیسټېوال په بهیر کې به فرانسوي نندارچیانو ته د چین څه باندې لس  کومیډي او کونګفو فلمونه وړاندې شي.

 دغه چیني فلمونه په بېلا بېلو وختونو کې جوړ شوي او ځینې يې سل کاله مخکې جوړ شوي دي، چې دا د چین د فلمي چارو پرمختګ په ډاګه کوي.

 (هیله)