قرغېزستان له روسیې سره ګډ هوايي دفاعي سیسټم جوړوي
CMG2023/10/13 10:59:00
شريکول:

د قرغېزستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي ادارې د اکتوبر په ۱۲مې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر صدر جباروف د قرغېزستان اړوند ادارې ته اجازه ورکړې، چې له روسيې سره په ګډه هوايي دفاعي سیسټم جوړ کړي او په دې اړه يې هوکړه ليک هم لاسليک کړی دی.

خبر وايي، ياده هوکړه له روسیې سره د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د قرغېزستان ژمنتیا څرګندوي او د دواړو هېوادونو له دفاعي او امنیتي همکاريو سره مرسته کولی شي.

قرغېزستان به روسیې ته په هغه ځای کې د هوايي دفاعي سیسټم د جوړولو لپاره ۵ هکتاره ځمکه ورکړي، چې د روسیې کرایه شوي کانتر هوايي بنسټ ته نژدې دی.