د فلسطین صدراعظم: غزې ته د اسرائيلي ځمکنيو ځواکو تګ به سختې پايلې ولري
CMG2023/10/13 11:31:43
شريکول:

د فلسطين صدراعظم محمد ابراهيم د اکتوبر په ١٢مې نېټې اسرائيل ته خبرداری ورکړی، چې غزې ته ځمکني ځواکونه ونه لېږي او په وينا يې، دا چاره به يې سختې پایلې ولري.

نوموړي په يوې ټلویزیوني وینا کې ويلي، چې پر غزې "هر ډول ځمکنی یرغل به ناوړه پایلې ولري او د فلسطیني مشرانو د چارو لومړیتوب يې دا بللی، چې پر غزې د اسرائيل د " تیري" مخنيوی وکړي. "

محمد ابراهيم پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې پر غزې د اسرائيلي ځواکونو د " تيري" مخه ونيسي.

نوموړي ويلي، چې د فلسطين مشران اوسمهال له مصري چارواکو سره پر دې خبرې کوي، چې غزې ته د بشري مرستو دهليز پرانيزي.

(ژباړه: شکريه)