د چين مرستيال ولسمشر هان جنګ د اکتوبر په ۱۲مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د چين او امريکا د مشهورو شخصيتونو فورم د ۵مې غونډې له برخوالو امريکايي استازو سره کتلي دي.
هان جنګ له يادو امريکايي استازو سره په لېدنې کې ويلي، چې چين او امريکا د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو په توګه د توپيرونو په پرتله زياتې ګډې ګټې لري او دواړه هېوادونه کولی شي، چې د اقتصاد، سوداګرۍ، ساينس، ټکنالوژۍ او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخو کې د متقابلو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.
نوموړي ويلي، چې د چين حکومت د رئيس شي جين پينګ د وړاندې شويو درېيو اصولو ((په سوله کې ګډ ژوند، همکارۍ او ګډ برياليتوب)) له مخې له امريکا سره اړيکې څاري.
نوموړي په اوسني وضعيت کې د دواړو هېوادونو د هرې کچې تبادلې او ډيالوګ مهم بللي او په وينا يې، دا چاره د متقابل اعتماد د زياتوالي، د تفاهم د ژورتيا، د توپيرونو د لېرې کولو او په هره برخه کې د واقعي همکاريو د هڅولو لپاره ښه شرايط برابرولی شي.
هان جنګ هيله ښودلې، چې د ياد فورم ګډونوال به د نظريو مثبتې تبادلې او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره به ښه وړانديزونه وکړي.
(ژباړه: شکريه)