د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اکتوبر په ۱۲مې نېټې په ۵۴مې غونډې کې په غوڅ اکثريت د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو د ودې او ساتنې په اړه يو پرېکړه ليک تصويب کړی دی.
چين، بوليوي، مصر، پاکستان، جنوبي افريقا او څو نورو هېوادونو د ياد پرېکړه ليک مسوده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړې وه، چې د پرمختيايي هېوادونو پراخ ملاتړ يې خپل کړی دی او ۸۰ هېوادونه د دغې مسودې ګد وړاندې کوونکي دي.
د ملګرو ملتونو د جنېوا په دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو ياد پريکړه ليک په اوسنيو شرايطو کې ډېر مهم بللی او په وينا يې، دغه پرېکړه ليک به په راتلونکي کې د نظر توپیرونه له منځه يوسي، عملي ګامونو ته به لاره هواره کړي او ګټور میکانیزمونه به رامنځته شي.
۱ـ ياد پرېکړه ليک به د نابرابرۍ او اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو هراړخیز توافق ته لاره هواره کړي.
۲ـ په ياد پرېکړه ليک کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا غوښتنه شوې.
۳ـ په ياد پرېکړه ليک کې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د پوهنې مرکز جوړېدو ته لاره هواره شوې ده.