چین د فلسطین او اسرائیل د روانې شخړې پر سختېدو اندېښنه وښوده
CMG2023/10/13 10:45:34
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اکتوبر په ۱۲مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د فلسطين او اسرائيل په روانې شخړې کې د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه ښودلې او د دوی له کورنيو او خپلوانو سره يې همدردي څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د فلسطین امنیت او د بشردوستۍ وضعیت سختېدو ته ډېره پاملرنه کوي او د فلسطین او اسرائیل د شخړې پر سختېدو اندېښنه لري او په وينا يې، دا ښايي د سیمې پر سولې او ثبات هم منفي اغېزې وکړي.

د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډه کړې او په يوه پرېکړه ليک کې يې د فلسطین مسئلې په اړه د رول لوبولو اعلان کړی دی.

وانګ ون بین ویلي، چین د فلسطین مسئلې په هکله له عرب ليګ سره ورته نظر لري او دواړو خواوو د شخړې له ښکیلو خواوو غوښتي، چې ژر اوربند وکړي او د وضعیت د سختېدو مخه دې ونيسي.

وانګ ون بين زياته کړې، چې چين او عرب ليګ د فلسطين او اسرائیل په روانې شخړې کې پر ملکي وګړیو بریدونه غندلي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د يادې شخړې د لاسختېدو او د ملکي وګړو د مرکژوبلې د مخنيوي په پار اغېزمن تدبیرونه ونیسي، له فلسطینیانو سره دې بشري مرستې وکړي او د فلسطین او اسرائیل د سولې خبرو بیا پیل دې وهڅوي.