د ایران اسلامي جمهوریت اژانس د اکتوبر په ۱۲مې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر سید ابراهیم رائیسي د اکتوبر په ۱۱مې د سعودي عربستان له لومړي وزیر محمد بن سلیمان سره ټلیفوني خبرې کړي او د فلسطین او اسرائیل پر وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو ورسره غږيدلی دی.
دا د دواړو هېوادونو د رسمي اړیکو تر بیا عادي کېدو وروسته د دواړو مشرانو لومړۍ ټلیفوني خبرې دي.
د ایران ولسمشرۍ دفتر د اکتوبر په ۱۲مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د ایران او سعودي مشرانو د فلسطینیانو د قانوني حقونو پر ساتنې ټينګار کړی دی.
په اعلاميه کې د ولسمشر رائیسي په قول ويل شوي، چې د غزې وروستی وضعیت د دې څرګندووي کوي، چې د فلسطینیانو حقونو ته پاملرنه نه کېږي او کومه لایحه د فلسطین مسئله نه شي حل کولی.
محمد بن سلیمان ویلي، چې د فلسطینیانو پر حقونو تېری ښايي په سیمه کې وضعیت نور هم ترینګلی کړي او د نړۍ پر نورو سیمو به هم منفي اغېزې وکړي.
(هیله)