د کمربند او لارې وړانديز د فرصتونو لار پرانيستې
CMG2023/10/13 15:09:46
شريکول:

د کمربند او لارې وړانديز له طرحې او تطبيق څخه لس کاله يا څه باندې ۳۶۰۰ ورځې او شپې پوره شوې دي. دغه وړانديز له هیله‌ بښونکي تخم څخه د نړيوالو همکاريو د تحريک په سمسورې ونې بدل شوی  دی. سپين کتاب (( د کمربند او لارې ګډ‌ه ابادي: د انسانانو ګډ برخلیک ټولنې د ابادولو د تطبیق مهم ګام)) په دې وروستيو کې خپور شوی. د کتاب له منځپانګې جوتېږي چې د کمربند او لارې وړانديز د زمانې له جريان سره سمون لري، د نړيوالو ملاتړ يې تر لاسه کړی، د بېلا بېلو هېوادونو خلکو او نړۍ ته يې ګټې رسولې او د مختلفو هېوادونو لپاره يې د ښې راتلونکې د ګډې ابادۍ او د فرصتونو د شريکولو لار پرانيستې ده.

د کمربند او لارې وړانديز د چين له خوا وړاندې شوی او ټوله نړۍ ترې برخمنه ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې په جنېوا کې د ملګرو ملتونو په مقر کې  وويل، چې د کمربند او لارې د ابادۍ په اړه زما د وړانديز موخه د ګډ برياليتوب رامنځته کول او د پرمختګ د فرصتونو شريکول دي.

په نوموړي تازه خپاره شوي سپين کتاب کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په اړه يو لړ لاسته راوړنې درج شوې دي. د ۲۰۲۳م کال د جون تر پايه چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په پار د پنځو لويو وچو له څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره له ۲۰۰ زيات همکاريز تړونونه او له ۱۴۴ هېوادونو سره يې د کلتور او ګرځندوی همکاريز سندونه لاسليک کړي دي. په ورته موده کې د چين د ريل پلټۍ اکسپريسد ۷۴ زره باروړونکي اورګاډيو تګ راتګ کړی او د نژدې ۷ ميليونو معياري کانتينرونو په اندازه يې څه باندې ۵۰ زره ډوله بېلابېل مالونه لېږدولي دي.

له تېرو لسو کلونو راهيسې، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ چارو د ګډې مشورې، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو او د ورخلاصون، زرغونتیا او سپېڅلتیا پر مفکورو ټينګار کړی او د لوړ معيار، د خلکو ژوند ته د ګټې رسولو او دواملرونکي پرمختګ په بڼه يې همکاريزې پروژې تر سره کړې او د بېلا بېلو هېوادونو د سمسورتيا لپاره يې د مفکورو لارښوونه او د تمريناتو مسير برابر کړی دی.

دغه لار د ګډ برياليتوب او ګډو ګټو پر بنسټ د پرمختګ موندلو لار ده. پرمختګ د ټولو مسئلو د حل اغېزمنه کیلي ده. د کمربند او لارې وړانديز د پرمختګ مسئلې ته لومړيتوب ورکوي، پر پرمختګ د خنډونو او ستونزو د حل لپاره هڅه کوي، د تګلارو په اړه تبادلې، د تاسيساتو ترکيب، سالم سوداګريز تګ راتګ، د پانګو راکړې ورکړې او د خلکو متقابل تفاهم پياوړی کوي او د همکاريو برخې پراخوي، څو مختلف هېوادونه له فرصتونو څخه ګټې واخلي، د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي او په ګډه سمسورتيا تر لاسه کړي.

چيني تصديو له تېرو لسو کلونو راهيسې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د نورو برخوالو هېوادونو له حکومتونو او تصديو سره په همکارۍ د چين په بهر کې له ۷۰ زياتې د صنعتي چارو حوزې جوړې کړې دي. له تېرو لسو کلونو راهيسې د چين او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د نورو برخوالو هېوادونو ترمنځ د پانګونو ارزښت له ۳۸۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ يې ډېرې زياتې شوې دي.

دغه لار د ورخلاصون او همکارۍ پر بنسټ د روښانه راتلونکې د ابادۍ لار ده. په داسې حال کې چې اوس په نړۍ کې د نړيوال کېدو په خلاف نظريې پورته شوې، د کمربند او لارې وړانديز پر ډيالوګ، پيوستون او ټولشموليت ټينګار کړی او له مقابلې، پرېکون او بندون څخه يې ډډه کړې، د لا پراخو او د لا لوړې کچې نړيوالو همکاريو لپاره هڅې کړي او د دې لپاره يې د فرصت کړکۍ پرانيستې، چې بېلا بېل هېوادونه له ننګونو سره د مبارزې او د ښې راتلونکې لپاره ګډې هڅې کولی شي.

د شمېرنې له مخې، د کمربند او لارې وړانديز له تېرو لسو کلونو راهيسې نژدې زر ميليارډه امريکايي ډالره پانګې تحرک رامنځته کړی، له ۳ زرو زياتې پروژې يې بشپړې کړې، د اړوندو هېوادونو د ۴۲۰ زرو وګړو لپاره کاري دندې برابرې کړې، نژدې ۴۰ ميليونه تنه يې له بېوزلۍ څخه ژغورلي او برخوالو هېوادونو ته يې ډېر زيات فرصتونه رسولي دي.

روان کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق له ۴۵مې کليزې سره برابر دی. چين به د نوې مرحلې په پيل کې له نورو هېوادونو سره د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ لپاره لاسونه يو کړي او د خپل نوي پرمختګ له لارې به نړۍ ته نور زيات فرصتونه برابر کړي.