د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو د اکتوبر په ۱۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په هرات کې وروستيو زلزلو د نورو عامه ځايونو ترڅنګ تاريخي اثارو ته هم زيانونه اړولي دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور مشر احمدالله متقي رسنيو ته ويلي، چې په دغه ولايت کې د مسلسلو سختو زلزلو له امله د اختيار الدين کلا، د هرات لوی جومات او د جام څلو په شمول ځينې تاريخي اثار زيانمن شوي دي.
د هرات ولایت مرکز هرات ښار د ورېښمو لرغونې لارې یو مهم ښار پاتې شوی او اختيارالدين کلا یې کابو ۲۳۰۰ کلن تاريخ لري.