د چين بهرنۍ سوداګرۍ په رغنده ډول پرمختګ کوي
CMG2023/10/14 15:23:55
شريکول:

په وروستيو دوو ورځو کې د چين  د شپږم نړيوال وارداتي نندارتون لپاره د چين او اروپا تر منځ لومړی باروړونکی اورګاډی شانګهای ښار ته رسېدلی دی. دغه اورګاډي د جرمني له دويسبورګ څخه حرکت  وکړ، چې په ۷۰معياري  کانتینرونو کې د څه د باندې ۱۶ميليونو يورو په ارزښت توکي وړل شوي دي. له دې څخه څرګندېږي، چې د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون نږدې شوی او د چين په بهرنې سوداګرۍ کې به نوی انجن  فعال کړي.

په حقيقت کې د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين بهرني تجارت د هېواد په دننه او بهر کې د ډېرو ستونزو او ننګونو په وړاندې  خپل ثبات ساتلی او په رغنده ډول يې پرمختګ کړی دی. د اکتوبر په ۱۳مه د رسمي  شمېرو له مخې، د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۰ اعشاريه ۸ ټریلیونو ژن مين بي يوانو يعنې څه باندې ۴ ټریلیونو  ډالرو ته رسېدلی، چې د زياتوالي انډول يې د تېر کال له همدې مودې سره  برابر و. د روان کال په لومړۍ، دويمه او درېيمه ربعه کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي اندازه په جلا جلا توګه ۹ اعشاريه ۷۲ ټریلیونو ،  ۱۰ اعشاريه ۲۹ ټریلیونو او ۱۰ اعشاريه ۷۹ ټریلیونو ژن مين بي يوانو ته رسېدلی او د بهرنۍ سوداګرۍ پيمانه يې په هره ربعه کې د زياتوالي په حال کې دی، په دې جمله کې په سپتمبر مياشت کې د وارداتو او صادراتو عمومي اندازې نوی ريکارډ جوړ کړ.  د اقتصاد پوهانو په وینا، چې په وروستيو څو مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د ښه والي نښه ډېره څرګنده ده او د تجارت جوړښت هم غوره شوی دی.

د روان کال له پيل څخه راپدې خوا د نړيوال اقتصاد د بيا احيا حالت کمزوری دی او نړيوال تجارت له زياتو فشارونو سره مخ دی. په دې حال کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ اسان کار نه دی. د چين د بهرنې سوداګرۍ د پرمختګ لامل دا دی، چې د چين بهرني تجارت نه يوازې خپل عنعنوی غوره والی کارولی، بلکې نوی خوځنده ځواک يې موندلی دی.

د شنونونکو په اند، د چين لوی بازار او د اوږدې مودې راهيسې ساتل شوی صنعتي غوره والي د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ لپاره ټينګ بنسټ برابر کړی. د وارداتو له لحاظه د چين د وارداتو  کچه په پرله پسې اتو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په  پرتله زياته شوې، چې د واردوونکو توليداتو عمومي ارزښت ۳ اعشاريه ۱سلنه زیاتوالی ښيي. د صادراتو له لحاظه، د بېړيو، د صنعتي پروژو لپاره د ماشينونو او د کورنيو برقي ماشينونو په شمول چارو ښه پرمختګ کړی، چې په بازار کې ونډه، په نړۍ کې د سيالۍ توان او د  برنډونو شهرت نور لوړ شوی دی. د تانزانيا « د سيټيزن ورځپاڼې» ويبپاڼې د اکتوبر په ۱۱مه د يو راپور په خپرولو سره اشارې کړې، چې په صنعتي چارو کې د چين مخکښ مقام په ټوله نړۍ کې د پاملرنې وړ دی. په راپور کې د المان د يوې شميرنې له مخې راغلي، چې د چين صنعتي چارې په  ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۸سلنه برخه  او امريکا شاو خوا ۱۶سلنه نيسي.

له عنعنوي صنعتي چارو  پرته، چين په پر له پسې ډول د پاکې انرژۍ موټرونه  نړيوالو بازارونو ته ننوتلي. د يو خبر له مخې، د هالنډ په روټيرډام کې يو اوسېدونکي چې مخکې د چيني موټر په هکله خبر نه ؤ، په ازمويښتي ډول د چين د پاکې انرژۍ موټر له چلولو وروسته سمدستي په کرايه دغه موټر واخيست او په  سوشل میډيا کې يې د دغه برنډ موټر د کاروونکو ملګرو ګروپ جوړ کړ. د چين د موټرو د صنعتي چارو ټولنې تازه  یوه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې په سپتمبر مياشت کې د چين د پاکې انرژۍ موټرونو د صادراتو شمېر ۹۶۰۰۰ ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹۲ اعشاريه ۸ سلنه زيات شوی. په ګڼ شمېر هېوادونو کې د چين د پاکې انرژۍ موټرونو د پلورلو شمېر د نورو په پرتله د پام وړ زيات دی.

په همدې وخت کې چين په پر له پسې ډول د لوړې سويې ورخلاصون پراخ کړی، چې بهرنۍ سوداګرۍ ته ګټور شرايط برابروي. روان کال د  کمربند او لارې وړاندیز د وړاندې کولو لسمه کليزه ده. د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ کوونکو هېوادونو تر منځ د وارداتو او صادراتو ګراف په ۲۰۱۳ کال کې له سلو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۶۵ اعشاريه ۴ ته رسېدلی دی. نو ويلی شو، چې د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د ياد وړاندېز رول په مسلسلو کلونو کې د پياوړي کېدو په حال کې دی.

په  دې وروستیو کې د امريکا د پولي خدمت شرکت (J.P.Morgan Chase & Co)، د استراليا ANZ بانک او نورو زياتو پولي سازمانونو د چين د اقتصادي پرمختګ اټکلي اندازه لوړه کړې ده. د چين اقتصادي پرمختګ واردوونکو توکو ته اړتياوو زياتوالی تحريک کوي  او صادرات يې هم هڅولي دي .اوسمهال نړيوال اقتصاد لا هم له ډېرو چلنجونو سره مخ  دی. د سوداګرۍ نړيوال سازمان او د پيسو نړيوال صندوق په  دې وروستیو کې د نړيوالې سوداګرۍ د  کمزوري کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د چين د اقتصاد پر له پسې پرمختګ به په نړيوالې سوداګرۍ کې مثبت انجن  فعال کړي.