د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي د فلسطين او اسرائيلو د کړکېچن وضعيت په اړه له بېلابېلو خواوو سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/10/14 14:50:16
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د منځني ختیځ مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي جای جون په دې وروستيو ورځو کې د فلسطین، اسرائيلو، مصر او سعودي عربستان په شمول د منځني ختيځ هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو له مسئولينو سره ټېليفوني خبرې اترې کړې، چې د فلسطین او اسرائيلو ترمنځ د کړکېچن وضعيت په اړه يې د نظريو تبادلې کړې، څو اوسنی وضعيت ارام ، عام خلک خوندي او د بشري بحران مخنيوي وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۱۳مه يوې مطبوعاتي غونډې ته  وویل، چې استازي جای جون په تېليفوني خبرو اترو کې زیاته کړې، چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړې د حل لپاره دې د دوو هېوادونو د لايحې پر بنسټ سوله ييز مذاکرات  تر سره شي، د سولې خبرې اترې دې بيا پيل شي او خپلواک فلسطين دې جوړ  شي. جای جون له نړیوالې ټولنې  غوښتي، چې خپله مسئوليت  تر سره او د سوله ييز بهير د اعاده کېدو لپاره زمينه برابره کړي.

د وانګ ون بين په وينا،‌ هېواد يې له ملګرو ملتونو څخه ملاتړ کوي، چې د وضعيت د لا  سختېدو د مخنيوي او د بشر دوستۍ د نړيوال قانون د ساتنې په برخو کې مهم رول ولوبوي.