د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ له جيانګ شي ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ، چې دغه ولايت بايد د نوي پرمختګ د ابادۍ په بهير کې د خپلو ځانګړتياوو او وړتياوو پر بنسټ د باکيفيته پرمختګ، زرغون پرمختګ او د ټيټ کاربن ايستنې د غوښتنو له مخې هڅه وکړي، چې د يانګځه سيند د اقتصادي کمربند په پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي او د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې د جيانګ شي نوې پاڼه پرانيزي.
رئيس شي جين پينګ د اکتوبر له ۱۰مې څخه تر ۱۳مې پورې د جيانګ شي ولايت جيو جيانګ، جينګ ده جن او شانګ ياو ښارونو ته ولاړ او هلته يې د يانګځه سيند له بند، تصديو، کلتوري حوزو او کليو څخه ليدنه وکړه.
رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۳مې په سهار په يوه ناسته کې د جيانګ شي ولايت د ګوندي کمېټې او حکومت کاري راپورونه واورېدل او د دغه ولايت لاسته راوړنې يې وستايلې.
شي جين پينګ په دغه ناسته کې وويل، چې جيانګ شي ولايت بايد د هېواد داخل او بهر ته ورخلاصون لا پياوړی کړي او د داخلي سيمو په اصلاحاتو او ورخلاصون کې مخکښ ځای ونيسي. بر سېره پر دې دې، جيانګ شي ولايت بايد د کرنيزو چارو او کليوالو سيمو پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، د کرنيزو چارو صنعتي کېدو بهير دې چټک او په کليوالو سيمو کې دې د مختلفو صنعتي چارو پيوستون او پرمختګ چټک کړي.
د اکتوبر د ۱۰مې په سهار، شي جين پينګ د جيو جيانګ ښار په ملي کلتوري پارک کې د يانګځه سيند د جيو جيانګ برخې له بند څخه د ليدنې په حال کې
د اکتوبر د ۱۰مې په مازديګر، شي جين پينګ په جيو جيانګ ښار کې د چين د سينوپيک (Sinopec) د فرعي شرکت له لابراتوار څخه ليدنه وکړه او د دغه شرکت له کارکوونکو سره يې خبرې وکړې.
د اکتوبر د ۱۱مې په سهار، شي جين پينګ په جينګ ده جن ښار کې د تاو يانګ کلتوري سړک له تاريخي ځايونو څخه د ليدنې په حال کې
د اکتوبر د ۱۱مې په سهار، شي جين پينګ په جينګ ده جن ښار کې د چانګ هه د الوتکو د توليد له شرکت څخه د ليدنې په حال کې دی
د اکتوبر د ۱۱مې په مازديګر، شي جين پينګ د شانګ ياو ښار د ځه يوان علاقه دارۍ له يوه کلي څخه د ليدنې په حال کې.