د چين صدراعظم لي چيانګ د اقتصادي وضعيت په اړه د کارپوهانو او د تصديو د خاوندانو غونډه جوړه کړه
CMG2023/10/14 14:49:39
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۱۳مه د اقتصادي وضعيت په اړه د کارپوهانو او د تصديو د خاوندانو غونډه  جوړه کړه. لي چيانګ په دې غونډه کې د چين د اوسني اقتصادي وضعيت او راتلونکي اقتصادي پلان په اړه د کارپوهانو او د تصديو د خاوندانو وړانديزونه  واورېدل.

د اړوندو وړانديزونو له اورېدلو وروسته، نوموړي دې ته اشاره کړې، چې په چين کې د پانګونې فرصتونه ډېر زيات دي او بازار يې ډېر لوی دی، له دې امله د بېلابېلو تصديو لپاره ډېره ښه زمينه  برابره ده. هغه هیله  وښوده،‌ چې د تصديو خاوندان د باکيفيته پرمختګ په بهير کې نور مهم رول ولوبوي. هغه له کارپوهانو  دا هم  وغوښتل، چې د چين د اوسنيو اقتصادي چارو په اړه نورې څېړنې وکړي او د باکيفيته پرمختګ د پياوړتيا په اړه نور رغنده وړانديزونه ورکړي.