د چين ميډيا ګروپ د لړيز پروګرام (( د مشرانو خبرې Leaders Talk)) د خپرېدو د لومړۍ کليزې په اړه ناسته د اکتوبر په ۱۳مه په بېجينګ کې د نوموړې رسنۍ د مشر شن های شيونګ په مشرۍ تر سره شوه.
نوموړي په دغه ناسته کې د اړوندو حکومتي ادارو له استازو، کارپوهانو او د ياد پروګرام له جوړونکې ډلې سره د دغه پروګرام د پنځونې او نوښت په اړه بحث وکړ.
لړيز پروګرام (( د مشرانو خبرې Leaders Talk)) د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له جوړېدو مخکې په رسمي توګه کتونکو ته وړاندې شوی او د روان کال د اکتوبر تر ۶مې پورې ۴۷ خپرونې خپرې شوي، چې پکې د بېلا بېلو لويو وچو د هېوادونو ۴۱ مشرانو او مهمو سياستوالو او د ۶ نړیوالو سازمانونو مسئولينو د دغه پروګرام له خبريالانو سره مرکې کړي.
د نوموړي پروګرام له خپرېدو راهيسې په نړۍ کې د دغه پروګرام د کتونکو شمېر ۵۰۸ ميليونو تنو ته رسېدلی، چې په دې ډله کې ۵۷ اعشاريه ۳۷ سلنه کتونکي ځوانان دي. د دغه پروګرام ويډيوګانې د ۹۱ هېوادونو او سيمو په ۵۴۹ ټلويزيونونو او يا نويو رسنيو کې خپرې شوي دي.