د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ لوړپوړی ستراتيژيک ډيالوګ تر سره شو
CMG2023/10/14 14:49:02
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۳مه په بېجينګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي تګلارو له لوړپوړي استازي جوزيف بورېل سره د چين او اروپايي ټولنې ۱۲م لوړپوړی ستراتيژيک ډيالوګ تر سره کړ.

وانګ يي په دې ډيالوګ کې  وویل، چې دواړه خواوې دې د ستراتيژيک ډيالوګ له لارې، متقابل صحيح تفاهم او سياسي اعتماد جوړ کړي، د سږکال تر پايه د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د لیدنې لپاره دې بشپړ چمتوالی ونيسي، خپلمنځي ډيالوګ او همکاريو ته دې وده ورکړي، پر متقابل ورخلاصون دې ټينګار وکړي، تجارتي پانګونې او‌ کلتوري تبادلې دې زياتې، توپيرونه دې ښه حل ، د همکاریو پر وړاندې ټول خنډونه دې لېرې کړي، څو د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ اړيکې سالم او ثابت پرمختګ وکړي.

دواړو خواوو د اوکراين بحران او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې په اړه د نظريو تبادله  وکړه او په دې اند دي، چې د اړوندو مسئلو د سیاسي حل لپاره دې ګډه هڅه وکړي.