په تېرو نهو مياشتو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۰ زره او ۸ سوه ميليارډو يوانو ته رسېدلی
CMG2023/10/14 11:59:06
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په ۱۳مه يوه خبري ناسته تر سره کړه. د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د احصائيې څانګې مشر لو دا ليانګ په دغه ناسته کې وويل، چې د سږ کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۰ زره او ۸ سوه مليارډو يوانو ته رسېدلی.

د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د چين د لومړي لوی سوداګريز ملګري په توګه مقام ساتلی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د کمربند او لارې وړانديز د تطبیق له لسو کلونو راهيسې، د چين او د دغه وړانديز د همکاريزو ملګرو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ورځ تر بلې ټينګې شوي او تجارتي تګ راتګ يې فعال شوی دی. د چين او دغو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو اندازه په ۲۰۱۳م کال کې ۱۰ زره او ۱۱۰ مليارډه يوانه وه او په ۲۰۲۲م کال کې يې ۱۸ زره او ۹۵۰ ميليارډو يوانو ته لوړه شوې، چې د زياتوالي ونډه يې ۸۷ اعشاريه ۴ سلنه او د زياتوالي کلنی انډول يې ۷ سلنه ښيي.