د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۴مه غونډه د اکتوبر په ۱۳مه په جنيوا کې پای ته ورسېده. په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس کې د نړيوالو سازمانونو په استازنځايونو کې د چين دايمي استازي چن شيو په همدې ورځې رسنيو ته وویل، چې په ياده غونډه کې د چیني پلاوي هڅې، چې په بېلا بېلو لارو چارو يې د بشري حقونو د پرمختګ او ساتنې لپاره د بېلا بېلو رغنده خبرې اترې او همکارۍ پياوړې کړي ، د بېلابېلو خواوو پراخه ستاينه يې تر لاسه کړې.
نوموړي وویل، چې د چين پلاوي په ياده غونډه کې د چين د بشري حقونو برياليتوب معرفي کړ. چين د عصر د جريان او د خپل اساسي وضعيت له مخې د بشري حقونو د پرمختګ په برخه کې يوه مناسبه لاره انتخاب کړې او د ډېرو پرمختيايي هېوادونو ستاينه يې تر لاسه کړې ده.
د هغه په وينا، د چين پلاوي په ياده غونډه کې پر نړيوالو غږ وکړ، چې عادلانه لاره ټينګه او غوره کړي. هېواد يې د ملګرو ملتونو د منشور او د نړيوالو اړيکو د اساسي اصولو پر ساتنې ټينګار لري او له هغو هېوادونو سره مخالفت کوي، چې د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. د یادولو ده، چې چین ډېر ځله د پرمختيايي هېوادونو د ګټو د ساتنې لپاره ويناوې کړي دي.