د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د حالاتو په اړه د وانګ يي څرګندونې
CMG2023/10/14 15:25:25
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو لوړپوړي استازي جوزيف بورېل د اکتوبر په ۱۳مه د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ له لوړپوړي ستراتيژيک ډيالوګ وروسته په خبري ناسته کې ګډون وکړ.

وانګ يي د فلسطين او اسرائيلو د حالاتو په اړه د  یوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې د فلسطين اوسنی وضعيت بېړنی او خطرناک وباله او ویې ویل، چين په دې نظر دی، چې لومړی، د شخړې ښکېلې خواوې بايد اوربند وکړي او د حالاتو د لا سختوالي څخه دې ډډه وکړي. دوهم، دواړه خواوې بايد د بشري حقونو نړيوال قانون مراعات کړي او د بشر دوستۍ د سخت ناورين څخه دې مخه ونيسي. درېيم، دواړه خواوې بايد سړه سينه او زغم وساتي او د شخړې د کچې د ټيټوالي لپاره دې ګډې هڅې وکړي. څلورم، ملګري ملتونه بايد د فلسطين مسئلې په حلولو کې رول ولوبوي.