له يي وو څخه تر مادريد پورې رېل پټلۍ
CMG2023/10/14 16:22:12
شريکول:

د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر په ۲۶مه ، د چين د دولت رئيس شي‌ جين پينګ د هسپانيا د هغه وخت له لومړي وزير ماريانو راجوی برېي سره په لیدنه کې وړانديز  وکړ،‌ چې له چين سره يو ځای د چين د جه جيانګ ولایت د يي وو ښار او د هسپانيا د پلازمېنې مادريد ښار ترمنځ رېل پټلۍ جوړه او  فعاله شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د اقتصادي او تجارتي همکاریو سويه لوړه کړي.

له يادې لیدنې څخه ۵۳ ورځې وروسته، د يي شين اوو په نوم د چين او اروپا ترمنځ لومړی باروړونکی اورګاډی له يي وو څخه حرکت  وکړ او له ۸ هېوادونو  له تېرېدو وروسته مادريد ته ورسېد. دا لومړی ځل ؤ، چې د يي وو ښار او مادريد ښار ترمنځ رېل پټلۍ جوړه شوه.

د يي شین اوو باروړونکو اورګاډيو په شمول د چین او اروپا ترمنځ د رېل پټلۍ د مسيرونو شمېر ۸۶ ته  رسېدلی، چې اورګاډي يې د چين له ۱۱۲ ښارونو څخه  حرکت کوي او د ۲۵ اروپايي‌ هېوادونو څه باندې ۲۰۰  ښارونو ته رسیږي.