د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د ټرانسپورټ او پيوستون خنډونه څرنګه له منځه یوړل شي او د نړۍ د برابر او ټولشموله پرمختګ لار هواره شي؟
د کمربند او لارې وړانديز د وړاندې کېدو او تطبيق له لسو کلونو راهيسې، د برخوالو هېوادونو ترمنځ د اساسي تاسيساتو د ترکيبي او پيوستون هراړخيزه او مجموعي ټرانسپورټي شبکه جوړه شوې.
د ورېښمو هوايي لار پراخه شوې. چين له ۱۰۴ هېوادونو سره د هوايي ټرانسپورټ تړونونه لاسليک کړي او له ۵۷ هېوادونو سره يې مستقيم هوايي مسيرونه په کار اچولي دي.
د نړۍ د ۴۳ هېوادونو ۱۱۷ بندرونه د ورېښمو په سمندري ټرانسپورتي لارې کې شامل شوي دي.
يوه داسې نړۍ، چې د مختلفو سيمو ترمنځ ټرانسپورت او پيوستون پياوړی شوی، لا ښه راتلونکې به ولري.