د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال په مني کې په نوبت سره په قزاقستان او اندونيزيا کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې د ابادۍ وړانديزونه وکړل.
نوموړي په ډېرو مهمو نړيوالو غونډو او فعاليتونو کې نړۍ ته د کمربند او لارې وړانډيز په اړه د چين مفکوره بيان کړې او له بهرنيو هېوادونو څخه ليدنو کې يې د دغه وړانديز د همکاريزو پروژو د تطبيق لپاره ډېرې هڅې کړي دي.
له تېرو لسو کلونو راهيسې، چين د کمربند او لارې وړانديز له همکاريزو هېوادونو سره د همکاريو له لارې د نړۍ په ډېرو ځايونو کې رېل پټلۍ، پلونه، هوايي ميدانونه، بندونه، فابريکې، د صنعتي چارو حوزې او کرنيز بڼونه جوړ کړي.
سمسورتيا ته د تللو لار غړيږي او زموږ هڅې دوام لري.