د سريلانکا ولسمشر رانيل ويکريميسينغ: د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په نوۍ زمانې کې‌ د ورېجې او رابړ د تجارتي تړون روحيه ده
CMG2023/10/15 14:52:09
شريکول:

د سريلانکا ولسمشر رانيل ويکريميسينغ په دې وروستيو ورځو کې د چين ميډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، د یو کمربند او يوې لارې وړانديز په نوي عصر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د ورېجې او رابړ د تجارتي تړون روحيه ده.

د ۲۰مې پېړۍ په ۵۰مه لسيزه کې،‌ چين او سريلانکا د ورېجې او رابړ تجارتي تړون لاسلیک کړی او له دې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه تګ راتګ پيل شوی. د ولسمشر رانيل ويکريميسينغ په وينا، دغه تړون ډېر مهم دی او د سريلانکا له خپلواک کېدو وروسته لومړی دوه اړخيز تړون دی، چې د دې هېواد اقتصادي پرمختګ ته يې ډېرې ګټې رسولې. د دې تړون د روحيې د پراخولو لپاره، سريلانکا د کمربند او لارې په ګډه ابادۍ کې ګډون کړی.

رانيل ويکريميسينغ د کمربند او لارې په درېيم همکاريز فورم کې ګډون ته په تمه دی. هغه هیله ښودلې، چې د دغه فورم ګډون کوونکي به د کمربند او لارې وړانديز د نړیوالو همکاریو له لارې د نويو نړيوالو ستونزو او ننګونو د حل د لارو چارو د موندلو لپاره ګډې هڅې وکړي.