سعودي عربستان له اسرائيلو سره د خپلمنځي اړیکو د عادي کېدو مذاکرات ځنډولي
CMG2023/10/15 11:11:03
شريکول:

په ځايي‌ وخت د اکتوبر په ۱۴مه نېټه، د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی، چې د فلسطين او اسرائيلو د اوسني وضعيت له امله، سعودي عربستان له اسرائيلو سره د خپلمنځي اړيکو د عادي کېدو مذاکرات ځنډولي دي. د جرمني خبري اژانس هم ياد خبر ورکړی.

د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د روانې شخړې له پېل وروسته، سعودي عربستان له يادو دواړو خواوو څخه د زغم او سمدلاسي اوربند غوښتنه کړې څو عام خلک خوندي شي. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۴مه نېټه ويلي، چې هېواد يې په جبري ډول له خپلې سيمې د غزې د اوسېدونکو ایستلو سره کلک مخالفت کوي او له اسرائيلو څخه يې غوښتي چې د غزې سيمې کلابندي او بنديز لغوه کړي.