د دوو هېوادونه پلان د فلسطين مسئلې په حلولو کې نه بدلېدونکی ځای لري
CMG2023/10/15 14:36:44
شريکول:

د اکتوبر تر ۱۳مې نېټې پورې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ روانې شخړې يوه اووني پوره شوه او له امله يې د دواړو خواوو له ۳۵۰۰ تنو زيات وګړي وژل شوي دي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې بشري حالت ډېر سخت شوی دی.

ولې د فلسطين او اسرائيلو شخړې بيا بيا رامنځته کيږي؟ د دې مسئلې ريښه دا ده، چې د يوه خپلواک فسلطين هېواد د جوړېدو په اړه د فلسطينيانو هيله له اوږدې مودې راهيسې نه ده پوره شوې او د تېر په اوږدو کې د فلسطینیانو په حق کې غیر عادلانه تېرونې نه دي اصلاح شوې.

د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ روانه شخړه ښيي، چې د دوو هېوادونو پلان تطبيق د فلسطين مسئلې د حل اصلي لار ده. دغه راز، ملګري ملتونه، عربي هېوادونه، چين، روسيه او اروپايي ټولنې غوښتي، چې فلسطين او اسرائيل بايد ژر تر ژره اوربند وکړي، د دوو هېوادونو د جوړېدو پلان په اړه خبرې اترې بايد بيا پيل کړي او سوله ييز ګډ ژوند بايد رامنځته کړي.

د نړيوالې ټولنې له خوا منل شوی د دوو هېوادونو د جوړېدو پلان دا دی، چې د ۱۹۶۷م کال د سرحدي پولې پر بنسټ او د ختيځ بيت المقدس په پلازمېنه د پوره ملي صلاحيت لرونکي او خپلواک فلسطين هېواد دې جوړ شي. د دغه پلان د تطبيق لپاره دې هغه مهم شرط برابر شي، چې فلطسين او اسرائيل دې د خاورو په بيه د سولې د رامنځته کولو پر اصل ټينګار وکړي يعنې د ځينو خاورو د مالکيت په بيه دايمي او عادلانه سوله تر لاسه کړي.

چين غوښتي، چې د ملګرو ملتونو تر لارښوونې لاندې ژر د سولې نړيواله غونډه تر سره شي.

که څه هم د دوو هېوادونو پلان د پلي کولو لار اوږده او له ستونزو څخه ډکه وي، خو دغه لار د نړيوالې ټولنې له ګډې نظريې سره سمون لري. د سولې د خبرو اترو بيا پيل د دغه پلان د تطبيق لپاره يوازېنی مناسب مسير دی او د سولې د هڅولو بېلا بېل ميکانيزمونه بايد پکې مثبت رول ولوبوي.