وانګ يي د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير فيصل بن عبدالعزيز آل سعود سره ټېليفوني خبرې وکړې
CMG2023/10/15 14:56:47
شريکول:

د اکتوبر په ۱۴مه نېټه، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بيورو غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير فيصل بن عبدالعزيز آل سعود سره ټېليفوني خبرې وکړې.

 فيصل په خپلو خبرو کې ويلي، چين د نړيوالې سولې او ثبات په پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبوي. هېواد يې غواړي له چين سره يو ځای د بشريت د نړيوال قانون د مراعات کېدو لپاره هڅه وکړي، د عامو خلکو امنیت خوندي کړي او د فلسطين مسئلې په اړه د امنيت شورا اړوندې پرېکړې پلې کړي.

 وانګ يي ويلي، چې د اسرائيلو کړنې د ځان له دفاع پښه اوږده کړې ده، اسرائيل بايد د نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې واوري او د غزې سیمې پر عامو خلکو سزا بندې کړي. هيڅ لوری نشي کولی چې په خپل سر تدبيرونو په نيولو سره وضعیت نور سخت کړي، برعکس بايد مذاکرات ته بېرته راشي. د هغه په وينا، هېواد يې اوس له بېلابېلو خواوو سره د نظريو تبادلې کوي او د اوربند لپاره هڅه کوي.