د چين مرسته شوي توکي د هرات هوايي ميدان ته ورسېدل
CMG2023/10/15 18:08:14
شريکول:

د افغانستان له زلزله ځپلو سيمو سره د چين د بېړنۍ مرسته د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د هرات هوايي ميدان ته ورسېده.

په افغانستان کې په دې وروستيو کې سختې زلزلې شوې، چې له امله يې د سر او مال ډېر زيانونه رامنځته شوي، ډېر ځايي وګړي بې کوره شوي او زلزله ځپلو سيمو کې بشري وضعيت سخت دی. د چين د سره صليب ټولنې د افغانستان د زلزله ځپلو سيمو لپاره د بېړنۍ مرستې د برابرولو پرېکړه کړې. دغه مرسته شوي توکي، چې پکې خيمې، بستري، بړستنې او جامې شاملې دي، د اکتوبر په ۱۵مه نېټه له اورومچي ښار څخه هرات ته ليږدول شول.

عکسونه: د اکتوبر په ۱۴مه نېټه، د چين د شينجينګ د اوروموچي ښار په ګمرک کې کارکوونکي او د چين د سره صليب ټولنې کارکوونکي د مرسته شویو توکو د چمتوالي په حال کې.