پوتین: د کمربند او لارې وړاندیز په تېرو لسو کلونو کې مثبت او بریالی پرمختګ کړی دی
CMG2023/10/15 10:20:49
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د قرغېزستان په پلازمېنه بېشکيک کې وويل چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز په تېرو لسو کلونو کې مثبت او بريالي پرمختګونه تر لاسه کړي دي.

پوتين دغه څرګندونې قرغېزستان ته د خپل رسمي سفر له پاى ته رسېدو او د خپلواکو همګټو هېوادونو ټولنې (CIS) د دولتي مشرانو شورا په غونډه کې له ګډون وروسته د رسنيو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وکړې.

پوتين وويل، د روسيې او چين ترمنځ اړيکې د پرله پسې پرمختګ په حال کې دي او روان کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه اندازه له ۲۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه زياته شي. پولي همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو د پياوړتيا مهم لوری دی او دواړه خواوې به په خپلمنځې سوداګرۍ کې د خپلو اسعارو د تصفيې لپاره ګډې هڅې کړي. برسېره پر دې، دواړه هېوادونه د لوړې ټېکنالوژۍ او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ پراخ امکانات لري.