وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره ټيلیفوني خبرې وکړې
CMG2023/10/15 10:15:51
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره ټليفوني خبرې اترې وکړې.

انتوني بلینکن په خپلو خبرو کې منځني ختیځ ته د خپل روان سفر معلومات او د فلسطین او اسرائیلو د اوسنۍ شخړې په اړه د امریکا دریځ بيان کړ.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چين عامو وګړو ته د زيان رسولو له هر عمل سره مخالفت کوي او ټول هغه عملونه غندي چې له نړيوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي. د فلسطین مسئلې د حلولو اصلي لار د دوو هېوادونو لایحې پلې کول، د یوه خپلواک فلسطین جوړول او د فلسطین او اسرائیلو د سوله يیز ګډ ژوند رامنځته کول دي. چين غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د سولې نړيوال کنفرانس جوړ شي څو نړيواله ټولنه د ګډې نظريې ته ورسېږي.

بلينکن وويل، امريکا د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې د حلولو لپاره د دوو هېوادونو لایحې د پلي کولو او د حالاتو په ښه کولو او د بشردوستانه مرستو د برابرولو په برخه کې د ملګړو ملتونو د رول ملاتړ کوي او غواړي له چين سره د نظریو تبادله او همغږۍ پياوړې کړي.

دواړو خواوو د چين او امريکا د اړيکو په اړه هم د نظريو تبادله وکړه.