د چين ميډيا ګروپ له لويو افريقايي خبري رسنيو سره (( د کمربند او لارې په اړه د چيني او افريقايي خبري رسنيو د کړنو وړانديز)) خپور کړ
CMG2023/10/15 15:23:37
شريکول:

د کمربند او لارې د درېيم نړيوال همکاريز فورم په درشل کې، د چين ميډيا ګروپ د څو افريقايي هېوادون له لويو خبري رسنيو سره (( د کمربند او لارې په اړه د چيني او افريقايي خبري رسنيو د کړنو وړانديز)) خپور کړ. دغه وړانديز د افريقا د راډيوګانو ټولنې په شمول د ۵۰ افريقايي رسنيزو سازمانونو ملاتړ تر لاسه کړی. د دغه وړانديز په رڼا کې به د چين او افريقا خبري رسنۍ د فلمونو د جوړونې، له لوړ پوړو چارواکو سره د مرکو، د فلمونو د نندارتونونو او مختلفو فعاليتونو د تر سره کولو په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د نوموړي وړانديز د خپرېدو مراسمو ته ويډيويي وينا کې وويل، د چين ميډيا ګروپ هيله لري چې له افرياقيي رسنيو سره تبادلې او متقابلې زده کړې وکړي او د چين او افريقا ترمنځ د دوستۍ، تګ راتګ او همکارۍ کيسې نړۍ ته خپرې کړي او د کمربند او لارې د ابادۍ په اړه د دواړو خواوو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړي.