سروې: د نړۍ ځوانان د کمربند او لارې وړانديز د مرکزي مفکورې او لاسته راوړنو ستاينه کوي
CMG2023/10/15 14:31:45
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د کمربند او لارې وړانديز د لسمې کليزې په درشل کې د امريکا، بريتانيا، جاپان، جنوبي افريقا، ارجنټاين او مکسيکو په شمول د نړۍ په ۳۵ هېوادونو کې يوه سروې تر سره کړې، چې د دغو هېوادونو ۳۸۵۷ کسانو پکې ګډون کړی.

له ۱۸ کالو څخه تر ۴۴ کالو پورې د دې سروې برخه والو ځوانانو د کمربند او لارې وړانديز د مرکزي مفکورې سره توافق ښودلی او د دغه وړانديز لاسته راوړنې يې ستايلې دي.

سروې ښيي، ۸۴،۶٪ برخه وال ځوانان د سولې، همکارۍ، ورخلاصون، ټولشموليت، متقابلې زده کړې او ګډو ګټو په بڼه د ورېښمو لارې له روحيې سره موافقه کوي. د سروې ۸۶،۴٪  برخه وال ځوانانو د کمربند او لارې وړانديز لاسته راوړنې د ستاينې وړ بللې دي. ۸۵،۸٪ برخه وال ځوانان په دې اند چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له امله د هېوادونو د ګډو ګټو ټولنه جوړيږي. ۸۳٪ برخه وال ځوانان په دې نظر دي چې دغه وړانديز د زمانې د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو له جريان سره سمون لري او نا آرامې نړۍ ته د ثبات امکانات برابروي.