مختلفو تمدنونو ته د سفر په نوم نړيوال نندارتون په لندن کې پیل شو
CMG2023/10/15 10:47:00
شريکول:

مختلفو تمدنونو ته د سفر په نوم نړيوال نندارتون، چې د چین مډیا ګروپ له خوا جوړ شوی، پرانيستونکي مراسم يې په ځايي وخت د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د بريتانيا په پلازمېنه لندن کې تر سره شول. د چين د مډیا ګروپ مشر شن های شیونګ دغو مراسمو ته يوه ويډيويي وينا وکړه. په بريتانيا کې د چين د سفارتونو د استازيو، په بريتانيا کې د ځينو هېوادونو ډيپلوماټانو، د بريتانيا د نامتو کارپوهانو او ځوانو محصلينو په ګډون څه د پاسه ۸۰ مېلمنو په دې مراسمو کې ګډون وکړ.

شن های شیونګ په خپله ويډيويي وینا کې وويل، د چين مډیا ګروپ به خپلې مطبوعاتي دندې پلې کړي، په نوښت سره به د چين تمدن خپروي، د چين او اروپا ترمنځ کلتوري تبادلې به پياوړې کړي، د چين او اروپا د تمدنونو ترمنځ متقابلې زده کړې ته به وده ورکړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره به خدمتونه وکړي.

په یادو مراسمو کې یو کلتوري سالون هم جوړ شوی و. يو شمېر بريتانوي کارپوهانو په دې اړه بحثونه او خبرې اترې وکړې چې د چين ځلاند تمدن په نړۍ کې څه رول لري؟" ، "د نړيوالې کلتوري تبادلې پياوړتيا او د نړيوال تمدن خبرو اترو ته وده ورکول د نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره اهميت څه دی؟ "