پر غزې د اسرائيلي ځواکونو تازه هوايي بريدونو کې ۱۱۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې
CMG2023/10/16 10:29:42
شريکول:

د فلسطين د غزې روغتيا ادارې د اکتوبر په ۱۵مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې پراخ هوايي بريدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰۰ تنه وژل شوي او ۸۰۰ نور ټپيان شوي دي.

مالومات ښيي، چې په يادو بريدونو کې تر ټولو ډېره مرګژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

اسرائيلي ځواکونو د اکتوبر په ۱۴مې نېټې پرغزې په لويې پيمانې د هوايي، سمندري او ځکمنيو بريدونو خبر ورکړی و.

د فلسطين روغتيا وزارت خبر ورکړی، چې د اکتوبر په ۱۵مې نېټې د سهار تر نهو بجو پورې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله ۲۳۲۹ کسان وژل شوي او ۹۰۴۲ ټپيان شوي دي.

ياد وزارت ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د اردن سيند پر لوېديځې غاړې هم بريدونه کړي، چې له امله يې ۵۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان يې ټپيان کړي دي.

د اسرائيل ملي دفاع وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونه يې په بشپړه توګه چمتو دي، چې په غزې کې پراخ ځمکني عمليات ترسره کړي.

په اعلاميې کې نه دي راغلي، چې اسرائيلي ځواکونه به په غزې کې پر کومو موخو بريدونه وکړي.