مصر: د فلسطین او اسرائيل ترمنځ د روان تاوتريخوالي د ارامولو لپاره د نړیوالو او سيمه ييزو سرمشريزو کوربتوب کولی شو
CMG2023/10/16 11:21:52
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اکتوبر په ۱۵ مې نېټې ويلي، چې هېواد يې د فلسطین او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې د ارامولو لپاره د نړیوالو او سيمه ييزو سرمشريزو کوربتوب کولی شي.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر عبدالفتاح السیسي په همدې ورځ د ملي امنيت له غونډې وروسته ويلي، چې د دوو هېوادونو له طرحې پرته د فلسطین مسئلې بله حل لاره نه شته. 

نوموړي د اسرائیل له هغو تګلارو سره، چې د غزې اوسېدونکي بې کوره کوي، مخالفت ښودلی دی او د اسرائيلو له هغه نیت سره يې هم همغږي نه ده ښودلې، چې د ګاونډيو هېوادونو د ګټو په بدل کې د فلسطين مسئلې حل غواړي.