چين د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان کړی او د اکتوبر په ۱۵مې نېټې يې د مرستندويه توکو لومړۍ جوپه هرات ته رسولې ده.
د چين حکومت د افغانستان په لوېديځ کې د زلزلې د پېښېدو په لومړيو وختونو کې د بېړنيو مرستو خبر ورکړی و او اوس یې لومړۍ جوپه هرات ته رسولې ده.
د چين په يادو مرستو کې خيمې، قات کېدونکي کټونه، پمبه يي بسترې، ژمنۍ جامې او نور اړین توکي شامل دي.