وانګ يي له ايراني سيال امير حسين عبداللهيان سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2023/10/16 10:38:59
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۵مې نېټې د ايران له بهرنيو چارو وزير امير حسين عبداللهيان سره ټليفوني خبرې کړې دي. 

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې په غزې کې اوسنۍ بيړنۍ چارې د خړپړتيا مخنيوی بللي او په وينا يې، په غزې کې بايد د بشري مصيبتونو مخه ونيول شي.

نوموړي ويلي، چې د شخړې ښکېلي خواوې بايد په دفاعي حقونو کې نړيوال قوانين او نړيوال بشري قوانين په نظر کې ونیسي او ملکي وګړي او بند کسان باید خوندي وساتي.

عبداللهايان په منځني ختيځ کې اوسني روان حالات خطرناک بللي او په وينا يې، سيمه کې روانه جګړه د پراخېدو په حال کې ده. د جنګ ښکېل اړخونه بايد پر ملکي وګړو د بريدونو مخه ونيسي او بشري حالاتو ته باید پاملرنه وکړي.

نوموړي هيله ښودلې، چې په منځني ختیځ کې روان تاوتريخوالی په سياسي لارې حل شي او په خبره يې، ایران به په دې برخه کې له چين سره پياوړې همغږي وساتي.

وانګ يي ويلي، چې هېواد يې د فلسطين مسئلې په هکله د اسلامي هېوادونو پلوي کوي او دغه هېوادونه دې يووالی وساتي او په اتفاق دې اواز پورته کړي.

نوموړي پر نړيوالې ټولنې هم غږ کړی، چې پر ملکي وګړيو د بريدونو د مخنيوي په پار غږ پورته کړي، له ځپونکو کړنو سره باید مخالفت وښيي او په دې برخه کې بايد ملګري ملتونه او په ځانګړې توګه امنيت شورا بايد خپلې دندې عملي کړي او مثبت رول باید ولوبوي.

ډيوه